انصار (جمعه، د سنبلې ۲۴مه) اروپايي پارلمان د سږ کال سخاروف جایزې ته درې افغانان نومولي چې د تعلیم د پراختیا لپاره یې هلې ځلې کړي دي.
د اروپايي پارلمان یوې غړې حنا نیومن یوه پوسټ کې ولیکل چې د تعلیم د حق درې افغان فعالان د ۲۰۲۳ کال د سخاروف جایزې ته نومول شوي دي.
د قلم ټولنې موسس مطیع الله ویسا، پرستو حکیم، او مرضیه امیري هغه درې افغانان دي چې د زده کړو د حق لپاره د هلوځلو په خاطر دې معتبرې جایزې ته وړاندیز شوي دي.
که څه هم د تعلیم د پراختیا او ترویج لپاره د مطیع الله ویسا له هڅو څوک انکار نه شي کولی، خو د دوو نورو د فعالیت په اړه ډیر څه نه دي اورېدل شوي. خو ویل شوي چې مرضیې حکم د نجونو لپاره څو پټ ښوونځي جوړ کړي دي.
مطیع الله ویسا د تعلیم لپاره د هلوځلو په خاطر له څو میاشتو راهیسي د طالبانو په بند کې دی.
د «ازاد فکر لپاره د سخاراوف جایزه» د اروپايي پارلمان له لوري هغه کس یا ډلې ته ورکول کېږي چې خپل ځان یې د بشري حقونو او د نظر د ازادۍ دفاع ته وقف کړی وي.
د تعلیم فعاله او د سولې د نوبل ګټونکې ملاله یوسفزۍ یو له هغو کسانو څخه ده چې دا جایزه یې ګټلې ده.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/26997